د FEMA مرسته به په نورو ګټو اغیزه ونکړي

Release Date:
اګست 1, 2023

د FEMA څخه د ناورین سره د مرستې لپاره راجستر کول به د نورو دولتي ګټو لپاره ستاسو وړتیا اغیزه ونکړي.د FEMA مرستې د مالیې وړ عاید نه دي، او تاسو کولی شئ پرته له دې چې د کوم فدرالي یا دولتي ګټو کمولو یا له مینځه وړلو څخه یې ومنئ. پدې کې ستاسو سوشل سکیورتی ګتو، د میدی کیر (د زړو خلکو لپاره روغتیا بیمهدرملنې ) او میډیکاډ ګټې شاملې دي، او همدارنګه هغه ګټې چې تاسو د ورمانټ ایالت له لارې ترلاسه کوئ، په شمول د اضافي تغذیې مرستې پروګرام (SNAP) او د اړتیا وړ کورنیو لپاره لنډمهاله مرستهکه تاسو Caledonia, Chittenden, Lamoille, Orange, Orleans, Rutland, Washington, Windham Windsor  کې د سیلابونو له امله اغیزمن شوي یاست، FEMA کیدای شي تاسو سره د ناورین له امله د لګښتونو په ورکولو کې مرسته وکړي چې د بیمې یا نورو سرچینو لخوا پوښل شوي ندي. د نورو معلومات یا درخواست کولو لپاره، DisasterAssistance.gov ته لاړ شئ، د FEMA  اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ یا د FEMA د مرستی لاین ته په 3362-621-800 زنګ ووهئ. د ژبې ژباړه شتون لري؛ که تاسو د ریل خدمت کاروئ لکه د ویدیو ریلی خدمت (VRS)، سرلیک شوي تلیفون خدمت یا نور، د دې خدمت لپاره ستاسو شمیره FEMA ته ورکړئ کله چې تاسو غوښتنه کوئ.د وروستي معلوماتو لپاره fema.gov/disaster/4720 وګورئ. په ټویټر twitter.com/FEMARegion1 یا د فیسبوک پاڼه facebook.com/FEMAکې د فیما سیمه 1 حساب تعقیب کړئ.د ورمانټ ځواب او بیا رغولو په اړه تازه معلوماتو لپاره، د ورمونټ د بیړني مدیریت اداره twitter.com/vemvt  په ټویټر او فیسبوک facebook.com/vermontemergencymanagement تعقیب کړئ.FEMA ژمن دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې د ناورین مرستې په مساوي توګه ترسره کیږي، پرته د نژاد، رنګ، مذهب، قومیت، جنسیت، عمر، معلولیت، د انګلیسي ژبې مهارت یا اقتصادي وضعیت پر بنسټ له تبعیض پرته. د ناورین څخه ژوندی پاتې شوی یا د خلکو غړی کولی شي د FEMA د مدني حقونو دفتر سره اړیکه ونیسي که چیرې دوی احساس وکړي چې دوی د تبعیض قرباني دي. د FEMA د مدني حقونو دفتر سره په 7448-285-833 شمیره اړیکه نیول کیدی شي. څو ژبو چلونکي شتون لري.

Tags:
ورستۍ اوسمهالیز